View this article in English | bilingual

غره ته روان سری

 

په كوڅه كې ګړندى ګړندى روان و. سترګې يې نه رپولې او مخامخ يې ليوني ليوني كتل. يوې ډلي د كيلو پوستكي د لارې منځ ته ور وغورځول. په بيړه روان سړى د كيلو له پاسه تيريده چې ناڅاپه راوغورځېده. ټولو پړك پړك ور پورې وخندل. روان سړى په غوسه راپاڅېد. خندېدونكو خلكوته يې په غوسه و كتل او په ښكنځلو سر شو:

–”هن، دا وګورئ ! په وطن كې يې وينې روانې دي او دوى ها ها ها خاندي. وشرميږئ.” بيا ګړندى ګړندى روان شو. له ځانه سره يې په فريادي انداز وويل:

وه خدايه! له دې اوږدې كوڅې به كله سلامت را ووځم؟ اوس به بيا راډيوګانې ولګوي. وه خدايه! بيا د خبرونو وخت را ورسېد.” لاڅوګامه يې نه وو اخيستي چې د كوڅې د دواړو خوا وو په دكانونو كې راډيوګانې ولګېدې. د مرګ ژوبلې خبرونه پيل شول. ټولو راډيوګانو د وطن په هكله زهر لرونكې خبرې كولې. د خبر هره كرښه لكه يوه تيره چاړه چې د چا پر زړه راتېرېږي او زړه يې دوه ټوټې كيږي. روان سړي چيغې كړې:

–”دا ټول درواغ وايي. دا ټولې راډيوګانې اخيستل شوې دي. په پيسو اخيستل شوې دي.” په غوږونو كې يې ګوتې كيښودې او په منډ منډه روان شو. سپيني جامې يې په خاورو خړې شوې وې. خلكو بيا په پړك پړك ور پورې وخندل. روان سړى تيز تيز د كوڅې له ګڼه ګوڼې راووت. په ميدانۍ كې يې ګامونه نور هم ګړندي كړل. اخبار خرڅوونكو چيغې وهلې:

–”اخبار، اخبار، واخلئ اخبار. له تا زه حالاتو نه ځانونه خبر كړئ.” د اخبارونو هره سرخي د مرګ ژوبلې خبرونه وو. د هر اخبار پر ټنډه د وطن نقشه كښل شوې وه. نقشه يوه غټ كب ته پاتې كېده.

تا به وې چې د كوم زورور طوفان په وخت كې يوې توندې څپې وچ ساحل ته څپ وهلى دى. د نقشې پر ټټر چاړه راتيره وه او نقشه يې په منځ نيمه كړې وه. روان سړي اخبارونو ته نه وركتل او همداسې ليونى ليونى او ګړندى ګړندى روان و. ناڅا په يې يو اخبار خرڅوونكى په مخ كې راشين شو. دا واخلئ نوى اخبار له زړه بوږنوونكي غږ سره يې د روان سړي سترګو ته اخبار ونيو. روان سړي د اخبار پر ټنډه پر منځ غوڅه شوې نقشه وليده. ځاى پر ځاى مېخ شو. سترګې يې له اوښك ډكې شوې. چيغې يې كړې:

–”وه خدايه! دا كب كومو ظالمانو په منځ غوڅ كړى دى؟ دا وګورئ نيم ځان يې يوې خواته ښوري او نيم بلې خوا ته.” اخبار خرڅوونكي په پړك پړك ور پورې وخندل:

–اې ليونيه دا كب نه دى، دا د وطن نقشه ده!

روان سړى په بېړه روان شو او بدرد يې پيل كړل:

–”دا اخبارونه هم ټول په پيسو اخيستل شوي دي. دا ټول درواغ وايي. د دوى هر ټكى په زهرو لړلى دى. وه خلكو دا مه لولئ وژني مو، ليوني كوي مو، پر دي كوي مو. وه خلكو درواغجن درنه جوړوي. بې وطنه كوي مو وه خلكو...!” خلكو بيا په پړك پړك ور پورې وخندل او روان سړى په بيړه روانشو. له ګڼه ګوڼې را ووت. نېغ خپلې كوټې ته راغى. كوټه كولپ وه. د كيلي په نمط يې جېب ته لاس كړ. جېب يې سورى و او لاس يې ښكته تر جېب را ووت. سخته غوسه ورغله اخوا دې خوا يې لټون پيل كړ. يو كلكه اوږده اوسپنه يې پيدا كړه. اوسپنه يې د كولپ په خوله كې تاوه راتاوه كړه. كولپ يې مات كړ. د روان سړي په غوسه ناكه څېره د موسكا يوه نرۍ څپه را خوره شوه او بيرته كيناسته. په بيړه كوټې ته ننوت. په كوټه كې هر څه ګډوډ پراته وو. د خپلي خوښي كتابونه يې سره را ټول كړل څادر يې ورته وغوړاوه او كتابونه يې پكې كيښودل. د كوټې په كنج كې اخبارونه پراته وو. په غوسه شو:–”دا ټول په پيسو اخيستل شوي دي.” غاښونه يې وچيچل:

–”يو هم ولاكه رانه پاتې شي.” د اخبارونو په څيرولو يې پيل وكړ. د چا د پښو دربى يې واوريد. غوسه ورغله:

–”دا بيا څوك شول؟ دلته مې هم په ارام نه پريږدي. كه په ښار كې د چا اخبارونه نه شم څيري كولاى نو زما په اخبارونو كې يې څه كار؟ دا دى زه خپل تلويزيون او خپله راډيو هم ماتوم. دا ټول په پيسو اخيستل شوي دي. دا درواغجن اسباب زه يو هم نه پرېږدم. له دې ټولو نه غچ اخلم. زه هسې هم غره ته روان يم، داسې ښار زما نه خوښېږي چې په كوڅه كوڅه كې يې درواغ په پيسو خرڅيږي او رښتيا په كې د مرغۍ پۍ وي.

خرپ شو چې د تلويزيون ښيښې ته يې ډانګ ورخلاص كړ. درب شو چي يوه ډله ملګري يې كوټې ته ورننوتل:

–”اې دا څه كوې؟ تلويزيون دې مات كړ.” يوه بل ملګري يې هم ورغبرګه كړه:

–”رښتيا درته وايي د ډېرې بيې دى، هغه اخبارونه دې هم څيري كړي دي. كه نور هيڅ هم نه واى د كتابونو پشتيو ته خو په كارېدل.”روان سړى ډير په غوسه شو:

–”زه مې خپلو كتابونو ته له درواغو نه پشتۍ نه جوړوم. دا ټول ماتوم.داټولپه پيسو اخيستل شوي دي. دا ده راډيو هم له ډاګه ولم.” خرپ شو چې د راډيو د ماتيدو غږ وا وريدل شو:

–”دا ټول په پيسو اخيستل شوي دي. دا يو هم نه پريږدم. ددې ټولو اخبارونو ټكى ټكى د كلاشنكوف په زهرو لړلې مرمۍ ده چې سرونو ته مو ورباندي ولي. ددې راډيوګانو او تلويزيونونو د خبر هره كرښه په زهرو لړلې چاړه ده چې زموږ زړونه ورباندي نيموي، لكه هغه كب يې چې ور باندې نيم كړى و. دا په پيسو اخيستل شوي اخبارونه، راډيو او تلويزيون يو هم نه پريږدم.

ملګرو يې په غيږ كې ونيو او ښكل يې كړ:

–”ته ليونى شوى يې. موږ هم وايو چې دا ټول شيان په پيسو اخيستل شوي دي. نو ته ولې دا د تاوان كار كوې او په پيسو اخيستل شوي شيان د ليونو غوندې له ډاګه ولې او خپلو پيسو ته اور ور اچوې.

روان سړي له غوسې ډكه خندا وكړه:

–”اوس تاسو دومره نه پوهيږئ. ښه ليوني ياست. توبه خدايه لېونوي پخپله دوى دي او وايي ماته ليونى. زه دومره حوصله نه لرم چې تاسو د خپلوخبرو په اصلي مطلب وپوهوم. تاسو دې زهرجنو درواغو پاګلان كړي ياست. په خبرومو سره نه خلاصيږي. او زه يې دومره بې حوصلې كړى يم چې اوس تاسو ته دا سبق زور په زېر نه شم تكرارولى.

روان سړي په څادر كي نغښتي كتابونه په اوږه كړل:

–”د خداى پامان يارانو، زه درنه لاړم او دا ښار يې تاسو ته درپاتي”.

 

پېښور ۲۰۰۰–۸–۲۸